اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ??منون حسېن وئيلي دي د ټېلي كميونيكېشن ټېكنالوجۍ د لارې پاكستان كښې د صحت ٬ تعليم ٬ معيشت او كركيلې پشمول بېلا بېلو څانګو كښې د پرمختګ غېر معمولي عمل روان دې?? چې په نتيجه كښې به ئې هېواد كښې لا پرمختګ وشي او معاشي استحكام به راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د ټېلي نار ګروپ صدر او سي اي او سګوے برېكي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د خپل پلاوي سره د ګل په ورځ اولس مشر سره په ايوان صدر كښې م??اق??ت كړې۔ په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمه وزيره انوشه رحمان او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ??وئيل هېواد كښې د ته??ي او فور جي ټېكنالوجۍ معرفي كېدو نه پس د ټېلي كمېونيكېشن په څانګه كښې انقلابي بدلۍ رامخې ته كېږي۔ ټېلي نار د ټېلي كميونيكېشن په څانګه كښې د تحقيقي هلو ځلو ودې لپاره د پاكستان د پوهنتونونو په مرسته تحقيقي مركزونه جوړولې شي ۔ اولس مشر ??وئيل اوسني حكومت سرمايه كارو لپاره ګڼ شمېر مراعات معرفي كړې دي كومو څخه چې خارجي سرمايه كار بشپړه ګټه پورته كولې شي۔