اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) ا??لس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د بدعنوانۍ خاتمه د پاكستاني قام د زړه آواز دے٬ د پاكستان حكومت او د خوږ هېواد ادارې د فرق نه غېر ٬ سپېځلې او منصفانه احتساب لپاره يو موټې دي٬ د تهمت لګولو او د تحقيق نه غېر د تورونو لګولو رويې حوصله شكني كولو سره دې د انصاف تقاضې د ترسره كولو روايت رائج كړې شي او په هېواد كښې دې د قانون سرلوړي باوري كړې شي۔ ده د دې خيالاتو ??رګ??دونه د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوالې ورځې مناسبت سره دستورې ته خپلې وې??ا كښې وكړه۔ دستورې ته د نېب چيئرمېن جسټس (ر) جاوېد اقبال او د پلډاټ مشر احمد بلال محبوب هم وېنا وكړه۔ ا??لس مشر ووئيل د قانون سرلوړۍ باوري كول دې لپاره ضروري دي چې د ا??لس د حقونونو عصب كوٶنكو حوصله شكني وكړې شي او د ا??لس د معاشي ٬ سياسي او معاشرتي حقونو د قتل ??ام لاره ونيولې شي۔ ا??لس مشر په دې خبره د خوشحالۍ ??رګ??دونه وكړه چې په قامي ادارو كښې د بدعنوانۍ ګراف ټيټ شوې او د دې تصديق نړيوالې ادارې هم كوي۔