اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د كرسمس بنيادي روح دا دے چې خوشحالې وويشل شي او ټول انسانيت سره مينه وكړې شي٬ د پاكستان حكومت د مذهب٬ عقيدې او يقين نه پرته د ټولو وګړو مساوي او يو ډول آزادي مقدسه ګڼي٬ د كرسمس په موقع خپلو ټولو مسيحي وروڼو ته مباركي وركوم۔ د كرسمس په موقع په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې يسوع ??سيح د ټولو انسانانو په نېك او پاك ژوند تېرولو كښې لارښونه كړې او دوي ته ئې وئيلي دي چې د خدائ نه رحمت طلب كړ??۔ وزيراعظم په دې موقع د ترهګرې په ضد جنګ كښې د مسيحي وروڼو قربانيو ته پېروينه وړاندې كړ??۔ ده ووئيل چې يسوچ مسيح د امن٬ ورورولې او محبت تعليمات او خيالات ټول انساني?? لپاره دي۔ ده ووئيل چې مونږ يوه داسې ټولنه جوړولو لپاره پوخ عزم لرو چرته چې د اختلاف رائې احترام وكړې شي٬ يو قوم چې پكښې برداشت او همغږي وي او يو رياست چې پكښې ټول وګړي يو ډول حقوق او موقعې ولري۔ ده ووئيل چې مونږ په خپلو مسيحي وروڼو فخر كوو٬ هغوي زمونږ د ??ثي??الثقافتي سياست لازمي جزو دي او زه باور لرم چې هغوي به د پاكستان په پرمختګ او خوشحالې كښې روان كردار لا ګړندې كړ??۔