لاهور 25 دسمبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې پاكستان د عسكري هڅو په بنياد نه بلكې د اوږدو سياسي هڅو په بنياد جوړ شوے و٬ قائد بې سر و سرومانې سره د برتانوي سامراج مقابله وكړه٬ د هغه ټولې هڅې سياسي او جمهوري وې٬ په هېواد ??ښې دې جمهوري رويو ته وده وركړې شي٬ په هېواد ??ښې به بدلون يوازې د ووټ د لارې راځي۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ د قائداعظم محمد علي جناح او د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د سالګرې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع صوبائي وزير خواجه عمران نذير او نور مشران هم موجود وو۔ خواجه سعد رفيق ووئيل چې كه مونږ د هېواد حفاظت كول غواړو نو په هېواد ??ښې دې د آئين او د اولس جمهوري حكمرانې ته وده وركړې شي او هم دې عظيم مقصد لپاره مسلم ليګ ﴿ن﴾ هڅې كوي۔ وفاقي وزير ووئيل چې بايد مونږ د دسمبر په 25مه نېټه لوظ وكړو چې مونږ به په ګډه تر آئين ل??ند?? مخ په وړ??ند?? ځو او جمهوري ر??يې به قوي كوو۔ په دستوره ??ښې د پاكستاني باني قائداعظم محمد علي جناح د ولا??ت ورځې او د پخواني وزيراعظم د سالګرې كېك پرې كړې شو۔