اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) ایئر مارشل مجاهد ا??ور خان د پاك هوائي ځواك د مشرۍ ذمه وارۍ په غاړه واخستې۔ جے اېف تھنډر سکوارډرن پخواني ایئر چیف سهې?? امان ته سلامي وړا??دې كړه۔ د پاك هوائي ځواك وياند ترمخه د ګل په ورځ ایئر هېډ کوارټر اسلام آباد كښې د چینج آف کمانډ يوه درنه دستوره وشوه۔ پخواني ایئر چیف سهې?? امان نوي ایئر چیف مجاهد ا??ور خان ته بېجونه ولګول۔ ایئر چیف سهې?? امان ایئر چیف مجاهد ا??ور خان ته د كمان علامتي توره هم وسپارله۔ دې څخه وړا??دې كله چې ائیر چیف سهې?? امان ایئر هېډ کوارټر اسلام آباد ته ورسېد نو نوي ایئر چیف مجاهد ا??ور خان ده ته هركلې ووې۔ ایئرچیف سهې?? امان ته سلامي وړا??دې كړې شوه۔ ده د ګارډ آف آنر ??عائنه هم وكړه۔ ایئر هېډ کوارټر اسلام آباد كښې د چینج آف کمانډ دستوره كښې اعلی سول او پوځي افسرانو ګډون وكړو۔ په 23 دسمبر 1962 زېږېدلي ايئر مارشل مجاهد ا??ور خان د پاكستان په ايئر فورس جي ډي پي برانچ كښې په دسمبر 1983 كښې كمېشن ترلاسه كړو او د پي اے اېف اكېډمۍ اصغر خان څخه د اعزازي شمشير٬بيسټ پائلټ ټرافۍ او د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن كمېټۍ ګولډ مېډل حقدار وګرځولې شو۔د خپل سپېځلي كيريئر په مهال ده د يو فائټر سكواډرن٬يو ټېكټيكل اټك ونګ٬ F.16 دوه ايئر بيسز او ريجنل ايئر كمانډ مشري كړې۔ دے يو كواليفائيډ فلائنګ انسركټر سره سره كمبيټ كمانډر سكول٬كمانډ اينډ سټاف كالج اردن٬ايئر وار كالج فيصل او نېنشل ډيفنس يونيورسټي اسلام آباد څخه فارغ التحصيل دې۔ ده د چيف آف دي ايئر سټاف پرسنل سټاف آفيسر٬ اسسټنټ چيف آف دي ايئر سټاف(آپرېشنز)ډپټي چيف آف دي ايئر سټاف(آپرېشنز)او ډائرېكټر جنرل سي فور آئي په توګھ هم وظيفه ترسره كړې۔ ایئر مارشل مجاهد ا??ور خان ته پاک فضائیه كښې د غوره خذماتو ترسره كولو په اعتراف كښې هلا?? امتیاز (ملټری)، ستارہ امتیاز (ملټری) او تمغه امتیاز (ملټری) هم وركړې شوې۔ دستورې ته خپل خطاب كښې سهي?? امان ووئيل پاک فضائیه كښې خذمات ترسره كول ما لپاره ددرناوي خبره ده۔ په اوسنو كلونو كښې د هېواد دفاع مضبوطه شوې۔ ده ووئيل پاك فضائيه ټول عمري د هېواد په دفاع او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بنيادي كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل پاک فضائیه ته د نوې دور غوښتنو ترمخه اسانۍ وركولې شي۔