اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د كوېت سركاري دورې په مهال د کوېت نېول فورسز کمانډر برېګېېډيئر جنرا?? خالد عبداللہ او کمانډر کوسټ ګارډ کمانډر شېخ مبارک علی یوسف ال صباح سره ملاقاتونه وكړل۔ د پاك سمندري ځواك وياند ترمخه د كوېت نېول فورسز مشر برېګېډیئر جنرا?? خالد عبداللہ سره د ملاقات په مهال اېډمرل ظفر محمود عباسی د شريكې خوښې په چارو او په دوه اړ خيزه سمندري مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د دواړو هېوادونو د سمندري ځواكونو مشرانو په تربيه ٬ تکنیکی افرادی قوت او د پوهې يو بل سره د ګډولو په څانګو كښې د دواړو ځواكونو ترمينځه د مرستې په لا زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ کویت نېوی سره په تربيه كولو او د تربيه شوي افرادي قوت رسنې په ل?? كښې د كوېت نېول فورسز مشر د پاك سمندري ځواك ستائنه وكړه۔ دوئي د پاك بحريه او كوېت نېول ترمينځه بېلو څانګو كښې د نزدې او مضبوطو اړيكو په حاجت زور راوړو۔ برېګېډیئر جنرا?? خالد عبداللہ د سميه ايز سمندري امن او استحكام په ل?? كښې كوټلي او فعاله ګامونو په پورته كولو د پاك بحريه د عزم ستائنه وكړه۔ د پاك سمندري ځواك مشر كوېت كښې د پاكستان سفير غلام دستګير او د وسله والو ځواكونو پ??وانو عهدېدارانو سره هم ملاقات وكړ??۔د پاك سمندري ځواك دا دوره به د واړو هېوادونو او په خاص توګه د دواړو هېوادونو سمندري ځواكونو ترمينځه د شريكې مرستې لا مضبوطيا او پ??اختيا سوب وګرځي۔