اسلام آباد 08 اپریل (اے پی پی) چیف آف دی نیول اسټاف ایډمرل ظفر محمود ??با??ی د پټارو كيډټ كالج دورہ وكړه او د نوې جوړ شو?? اسپورټس کمپلیکس پرانسته ئې وكړه۔ د پټارو كيډټ كالج دا سپورټس کمپلیکس اوسنيو كښې جوړ شوې دې كوم چې د انډور اسپورټس ټول?? اسانۍ لري۔ نیول چیف د کالج د نورو اسانيو جاج هم واخست او د کالج د استاذانو او اسټاف سره ئې ملاقات وكړو۔ كالج ته په راتږ د كراچۍ کمانډر رئیر ایډمرل اطهر مختار او د کالج پرنسپل کموډور محبوب الٰهی ملك د ایډمرل ظفر محمود ??با??ی هركلے وكړو۔کیډټس ته په خپل خطاب کښې نیول چیف د سباؤن د معمارانو د تعل??م و تربیې او کردار جوړولو كښې د پټارو کیډټ کالج كردار وستائلو۔ ده د کالج انفراسټرکچر، اسانيو او تدریسی چاپيرچل ستائنه هم وكړه۔ دې نه پس چیف آف دی نیول اسټاف د ښه کارکردګۍ څرګندونه كونكو كيډټس له انعامات هم وركړل۔دې څخه وړاندې د استقبالیې خطبه كښې د پټارو کیډټ کالج پرنسپل کموډور محبوب د کالج کارکردګۍ په اړه راپور وړاندې كړو او د کیډټس په نصابی او نورو هلو ځلو ئې رڼا و??چوله۔ د کیډټ کالج سره تعلق لرونكې شخصیات ، د وسله والو ځوااكونو افسران، ضلعی انتظامیه او د سندھ حکومت ??علٰی چارواكي هم په دې مهال موجود ؤ۔