اسلام آباد 30مئي (اے پي پي) د پاكستان موجوده قامي اسمبلي به د خپلې آئيني مودې تر سره كولو نه پس(نن)د زيارت په شپه تحليل شي۔په موجوده قامي اسمبلۍ ??ښې مسلم ليګ(ن)د اكثريتي ګوند ??ه توګه د 2013 ټول ټاكنو نه پس حكومت جوړ كړی ؤ خو يو كال پس د تحريك انصاف او پاكستان عوامي تحريك د اړخه د پارلمان په خوا ??ښې 126 ورځې دهرنا وكړی شوه چې پ??ښې ټولو حكومتي چارو ته زيان رسېدلې خو جمهوري حكومتونو په دې موقع په بشپړه كردار ترسره كول دغه دهرنا ناكامه كړې وه۔موجوده قامي اسمبلۍ ??ښې د هېواد 3 ځله ټاكلې وزيراعظم نواز شريف د نااهلۍ پريكړی سره هم مخ شوې ؤ ۔موجوده قامي اسمبلۍ دوه وارې د ايوان مشر ټاكلې۔موجوده اسمبلۍ 189 رېكارډ قانونونه منظور كړي٬ 124 حكومتي بلونه ايوان ته وړاندې كړی شوي دغسې 204 پرائيوېټ ممبر بل ايوان ??ښې معرفي كړی شوې۔د پنځو كلونو په مهال 40 آرډيننس ايوان ته وړاندې كړی شوي دغسې 8 بېل بلونه د پارلمان شريكې غونډې څخه منظور كړی شوي۔د قامي اسمبلۍ 56 مجموعي غونډې شوي۔موجوده قامي اسمبلۍ فاټا په خېبرپښتونخوا ??ښې د ضم كولو تاريخي 31م بدلون هم منظور كړې۔موجوده اسمبلۍ ته دا اعزاز ترلاسه دے چې په پنځه كاله ??ښې 6 بجټ وړاندې كړي٬سره د ټولو بحرانونو د سياسي بصيرت سره موجوده قامي اسمبلۍ خپله موده تر سره كړه