اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د ټاكنو كميسون څلورو واړو اعلٰي وزيرانو ته هدايت كړے چې هغوي دې ??ه سوله ايزې٬ سپېځلې او بې طرف?? ټاكنې كولو ل??اره پ?? ټاكنو كښې برخه اخستونكو ټولو كانديدانو ته سازګار ماحول وركول باوري كړي۔ د اتوار په ورځ د ټاكنو كميسون سېكتر بابر يعقوب فتح محمد لخوا د پنجاب نګران وزيراعلٰي ډاكټر حسن عسكري ته په ليكل شوي خط كښې وئيلي شوي دي چې د جون په 25مه نېټه كال 2018م د نګران وزيراعظم په مشرې كښې غونډه شوې چې پكښې ټولو اعلٰي وزيرانو٬ چيف سېكترانو٬ آئي جيز٬ نګران وفاقي وزيرانو او داخله سېكتر ګډون كړے و۔ په دې غونډه كښې د سياسي ګوندونو مشرانو او كانديدانو ته د امنيت د ورپېښو خطرو جاج اخستل شوے و خو د مېډيا راپورونو ل?? مخې د كانديدانو زورول كېدو خبرونه مخې ته راغلي دي۔ په ملتان او نارروال كښې داسې پښې رامېنځ ته شوې دي چې مخ نيوي لپاره ئې د فوري اق??ام??تو كولو ضرورت دے۔ په خط كښې وئيلي شوي دي چې د آرټيكل 218 دستور پاكستان له مخې د ټاكنو د كميسون دا ذمه واري ده چې هغ?? ټاكنې كولو او انتظاماتو ل??اره په ايماندارې او سپېځلتيا سره اق??ام??ت وكړي۔ دا آئيني مېنډېټ يوازې په داسې ??ورتحال كښې ترلاسه كېدے شي كله چې د امن او امان صورتحال سازګار وي۔ ده هدايت وكړو چې د آئين د آرټيكل 220 له مخې دې ??وليس او انتظاميه سپېځلو او آزادو ټولټاكنو كولو ل??اره كوم كسر پرې نه ږدي۔