اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) مخالفې ډلې سره د تعلق لرونكو ګوندونو ټول ګونديز كنفرنس د زيارت په ورځ د سپيكر سردار اياز صادق په كور كښې وشو چې پكښې د مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف، سناتور راجه ظفر الحق، احسن اقبال، شاهد خاقان عباسي، مشاهد ح??ېن سیّد، خواجه سعد رفیق، سناتور مشاهد اﷲ خا??، مولانا فضل الرحم??، مولانا عبدالغفور حېدری، اکرم خان دراني، سناتور میر حاصل خان بزنجو، اسفند یار ولي، میاں افتخار حسېن، سیّد یوسف رضا ګیلاني، خورشید شاہ، سناتورې شېری رحمن، لیاقت بلو??، محمود خان اچکزئی او د نوید قمر پشمول د نورو سياسي ګوندو مشرانو ګډون وكړٶ۔ په غونډ كښې د مخالفې ډلې مشر چوك?? لپاره د شريك كانديد وړاندې كولو ٬ د وزیراعظم، سپیکر او دوهم سپيكر انتخاب لپاره مشتركه لائحه خپلو لپاره خبرې اترې وشوې ۔ د ټول ګونديز كفنرنس نه پس د مسلم ليګ (ن) مریم اورنګزیب ووئيل اے پي سي 15 كسيزه ??مې??ي جوړه كړې كومه چې به د پارلمان دننه او د بهر چارو لپاره لائحه جوړوي۔ د ??مې??ۍ په غړو كښې مشاهد ح??ېن سید، سعد رفیق، احسن اقبال، شیری رحمن، قمر زمان کائرہ، حاجي غلام احمد بلور، میاں افتخار حسې??، مولانا عبدالغفور حېدری، اوېس نورانی، لیاقت بلوچ، بېرسټر مسرور، عثمان کاکړ، رضا محمد رضا، ملك ایوب او سناتور میر کبیر شامل دي۔ اېكشن پوائنټ او آئنده لائحه عمل به ??مې??ې ټاكي۔