اسلام آباد ۔ 30 اګست (اے پی پی) اسلام آباد ھائی کورټ‘ د سپكاوي خاكو په معامل?? هالېنډ سره د سفارتي اړيكو قطع كولو له د جمع كړې شوي خواست اورېدنه تر 11 ستمبر ځنډولې ده۔ د زيارت په ورځ د عدالت عالیھ جسټس محسن اخ??ر کیانی د وګړي حافظ احتشام احمد لخوا د جمع كړې شوي خواست اورېدنه وكړه۔ په دې مهال خواست كوؤنكې عدالت ته وړاندې شو او دريځ ئې خپل كړو چې ما په دې كېس كښې حافظ ملك مظهر جاوېد اېډوكېټ خپل وكيل ګرځولې دې۔ زما د وكيل پلار د تېرې شپې څخه د پنډۍ اے اېف آئي سي روغتون كښې بستر دے لږ مهلت دې راكړې شي چې هغه عدالت ته وړاندې شي۔ عدالت د خواست كوؤنكي استدعا منظورولو سر?? هالېنډ سره د سفارتي اړيكو قطع كولو په اړه د خواست اورېدنه تر 11 ستمبر وځنډوله ۔