اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو ??فاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې پاکستان تحریك انصاف د عدالتونو بشپړ احترام كوي، پاکستان كښې عدالتونه خپلواكه دي٬ د وړاندې پرېكړې غوندې د دې پرېكړې احترام واجب ګڼو۔ د تحريك انصاف ميډيا ??ېل له مخې د اطلاعاتو وزير چوهدري فواد حسېن خپل ب??ان كښې وئيلي دي چي نېب يوه خپلواكه او خو?? مختاره اداره ده ٬ نېب خپلې هلې ځلې خپله كوي٬ حكومت پكښې هېڅ كردار نه لري۔ وفاقي وزير ووئيل چې حكومت او اولس كرپشن كښې د ككړو كسانو ??ه ضد كاروائي كول غواړي ٬ قام غواړي چې لوټ كړې شوې دولت بايد بېرته رواړلې شي ٬ حكومت به دا بنيادي هدف ترلاسه كول باوري كوي۔ ده ووئيل د شريف كورنۍ كردار په اړه د قام په نظر كښې هېڅ ابهام پاتې نه دے ٬ شريف كورنۍ اوس هم ثابت نه كړې شوه چې د ھغوي ملكيت كښې د اربونو روپۍ د كوم ځائ نه راغلې٬ په پروسيجرل ب??يادونو ??ننۍ پرېكړه رامخې ته شوې٬ معامله به مخ په وړاندې ځي او قانون به خامخه خپله لاره وباسي