اسلام آباد ۔ یکم اکتوبر (اے ??ی پی) اولس مشر عارف ??لوي او وفاقي وزير شفقت محمود په پي ټي وي او پارلېمنټ ها??س بريد كېس كښې د بري كېدو خواستونه دائر كړې دي۔ بلخوا د ترهګرۍ خاص عدالت په 22 اكتوبر پراسیکوشن څخه دلائل غوښتلي دي۔ د كېس اورېدنې په مهال 12 تورنو حا??رۍ څخه د استثنیٰ او وکیل بابر اعوان د اولس مشر عارف ??لوی او د وفاقي تعليم او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير شفقت محمود بريت خواستونه جمع كړل۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د خزانې وزير اسد عمر حا??رۍ څخه د استثنیٰ خواست جمع كړې دې۔ په دې عدالت په 22 اکتوبر پراسیکوشن څخه دلائل غوښتلې دي۔ په مقدمه كښې وزیر اعظم عمران خان ته حا??رۍ څخه مستقل استثنیٰ وركړې شوې ده۔ عدالت سماعت تر 22 اکتوبر ځنډولې دې۔ ميډيا سره خبرو كښې ډاكټر بابر اعوان مقدمې بې بنسټه ګرځولو سره ووئيل چې دا مقدمې كه وړاندې لاړې هم شي دې كښې د سزا هېڅ امكان نشته