اسلام آباد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د هاؤسنګ اېنډ وركس وفاقي وزير طارق بشير چيمه وئيلي دي د هېواد بې وزله او كم آمدن لرونكو ته د 50 لكه كورونو وركولو له’’نیا پاکست??ن هاؤسنگ ??رو??رام‘‘په زړه پورې منصوبه ده۔ دې سره به نه يوازې كم آمدن لرونكو ته د سر سورې وركړې شي بلكې پ?? لويه كچه به د روزګار موقعې رامخې ته شي او اقتصادي هلې ځلې به هم زياتې شي۔ دا په بنيادي توګه د نجي څانګې منصوبه ده په كومه كښې به چې حكومت مرسته كوي۔ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل نیا پاکست??ن هاؤسنګ ??رو??رام په بنيادي توګه د شخصي څانګې منصوبه ده۔ په دې كښې به د هاؤسنګ اېنډ ورك وزارت كردار هسې پ?? نامه وي۔ دې منصوبې لپاره شخصي څانګې له كورونه جوړول دي۔ ځائي او بهرني سرمايه كار به دې كښې سرمايه كاري كوي۔ ده ووئېل په دې لړ كښې به دوه اتھارټيز كار كوي يو ’’نیا پاکست??ن هاؤسنګ اتھارټی‘‘۔ د دې څارنه به وزيراعظم عمران خان پخپله كوي۔ د مالي معاملاتو كتنې له به فنا??شل رېګولېټري اتھارټي جوړولې شي۔ ده ووئېل د وزيراعظم د وعدې ترمخه دې منصوبې سره اړوند ټول كارونه به په 90 ورځو كښې ترسره كولې شي او دې نه وروستو به په منصوبه عملي كار پېل شي۔ ده ووئيل كوم 7 پائلټ ضلعې چې اعلان كړې شوي هغو كښې اسلام آباد كښې كار پېل شوې۔ پېپر ورك بشپړولې شي او ډېر زر به په اولس زېرې وكړې شي