اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د مذ??بي چارو او د مذهبونو د همغږۍ وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي چې د ټولې نړې مسلمانان حضور نبي كريم ﴿ص﴾ سره محبت او عقيدت لري٬ په تېرو ورځو كښې د دهرنو معامله حكومت په سوله ايز ډول حل كړې٬ د وزيراعظ?? عمران خان وړومبې ترجيح هم دا وه چې معامله په سوله حل كړې شي٬ د رياست كردار د مور په شان وي كومه چې خپلو ټولو بچو سره يو ډول سلوك كوي۔ ده دا خبرې يو نجي ټي وي چېنل سره د خبرو په ??هال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان اوسني حكومت په ??الېنډ كښې د سپكاوي د خاكو مقابلې مخ نيوي لپاره يو قوي غږ پورته كړو او د دې مقابلې په ??خ نيوي كښې ئې مهم كردار ترسره كړو۔ د پاكستان حكومت په دې لړ كښې د او آئي سي په ??ورم هم قوي غږ پورته كړو او ټولو اروپائي سفيرانو ته ئې هم د قوانينو له مخې د دې معاملې حل لپاره هدايت وكړل۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د مذ??بي چارو وزارت يو مهم وزارت دے كوم چې د حج پاليسې پشمول د زكوة او عشر معاملې ګوري او د علما كرامو پشمول مشائخ عظام او مذ??بي سكالرانو سره په حكومتي روابطو كښ?? دا وزارت مهم كردار لري۔ ده ووئيل چې د پاكستان جوړېدو نه وړاندې هم د پاك افغان پولې په دواړو غاړو زمونږ مشرانو زيات عقيدت مند لرل او يوه روحاني رشته جوړه وه او نن هم دا لړې روانه ده۔ د صوفياو په ??احول كښې رالوي شوې يم٬ كوم تن چې په داسې ماحول كښې رالوي شي نو د اورېدلو اورېدو ډېره موقع په ??اس ورځي۔ ده ووئيل چې په تصوف كښې د خپلو مخالفينو پشمول ټولو لپاره يو نرمي ده۔ برداشت دے او زمونږ صوفيان وائي چې په ??ونږ كښې دل جوئي او دلداري ده٬ مونږ هم دا هڅه كوو٬ زه په دې معنٰي صوفي خو نه يم خو د صوفيا كرامو د خېرات نه مو څه نه څه ضرور ترلاسه كړي دي۔