اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په كراچې كښې د چينائي قونص?? خانې په خوا كښې د ډزو د پېښې سخ??ه غندنه او د پېښې د مكمل پلټنو كولو امر كړے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم وئيلي دي چې د دې افسوس ناكې پېښې په شا عناصر دې په ډاګه كړے شي۔ دا پېښه د پاكستان او چين د اقتصادي او ستراتېژېكي مرستې پھ ضد د سازش برخه ده خو داسې پېښې د پاكستان او چين اړيكې نه ش?? آغېزمنې كولې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين دوستې د هماليه نه لوړه او د بحيره عرب نه ژوره ده۔ وزيراعظم ووئيل چې د كراچې پوليسو او رېنجرز د غېر معم??لي جرات څرګندونه كړې۔ ده ووئيل چې قوم شهيدانو او د دوي ملګرو ته د جرات او بهادرې په څرګندونه د عقيدې پېرزوينه وړاندې كوي او مونږ په دوي فخر كوو