اسلام آب??د 31 جنوري (اے پي پي) د پخواني اولس مشر آصف علي زرداي نااهلې لپاره د پاكستان تحريك انصاف په خواست اورېدنه ونه شوه۔ د زيارت په و??ځ په اسلام آب??د هائي كورټ كښې كښې اورېدنې لپاره د م??رر شويو مقدمو په كازلسټ كښې د آصف علي زرداري د نااهلې كېس موجود نه و او د دې له امله اورېدنه ونه شوه۔ د رجسټرار دفتر به كېس بېرته اورېدنې لپاره م??رر كوي او د اسلام آب??د هائي كورټ ستر قاضي اطهر من الله به د تحريك انصاف د مشرانو په خواست اورېدنه كوي۔ د يادونې وړ ده چې د پي ټي آئي مشرانو عثمان ډار او خرم شېر زمان لخوا په دائر شوي خواست كښې د آصف علي زرداري د ګوند د مشر او د قومي اسمبلۍ د غړي په توته تاحيات د نااهلې خواست شوے۔ د پي ټي آئي مشرانو په خواست كښې وئيلي دي چې آصف علي زرداري خپلې اثاثې پټې ساتلې دي ځكه هغه صاد?? او امين نه دې پاتې شوے او د قومي اسمبلۍ د غړي جوړېدو اهل نه دے۔ ځكه هغه دې د آئين د آرټيكل 62 ون اېف له مخې نااهل وګرځول شي