اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د بېن الصوبائي روابطې وفاقي وزير ډاکټر فهمیدہ مرزا وئيلي دي نه مو كوم قرض اخستې او نه مو قرض بخښلې ٬ تور لګوٶنكو سندھ او سمټ با??ك خوړلې۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته دې ووئيل زه بيا بيا وائيم چې ??ما خله مه پرانيځۍ ٬ د دې خلقو حېثيت ??ما نه پټ پناه نه دے٬ دې ووئېل ??ما د دادا قاضي عبدالقیوم پخپل وخت كښې د حېدرآباد ميئر ٶ٬ ??ما تره قاضي اکبر (قائداعظم) بللې ٶ٬ دوي په څه پوهېږي چې د چا د كورنۍ عزت څه وي۔ قائداعظم ھغه ته وئيلي وٶ چې سندھ تاسو ګټلې شۍ او په كال 1946 كښې ئې جي اېم سيد له ماتې وركړې وه ٬ دې ووئېل ??ما پلار قاضي عبدالمجید عابد ٬ علی احمد تالپور له ماتې وركړې ٶه څوك چې د دفاع وزير ٶ٬ دې ووئېل جسټس ظفر حسن مرزا د سپریم کورټ جج پاتې شوې٬ نن ئې هم د پرېكړو ستائنه كېږي۔ دې ووئيل د سندھ په هائي كورټ چې كوم ب??يد شوې ھغه په ټولو چېنلو ښودلې شوې ٬ سندھ هائي كورټ خپله د دغې نوټس اخستې٬ دې خلقو ??ما په كور هم بريدونه كړي وو۔ دې ووئيل د فریال تالپور د كور نه به هدايات جاري كېدل ٬ زمونږ په ضد د ترهګرۍ پشمول 32 كېسونه جوړ كړې شوې٬ ٬ د ډاکټر فهمیدہ مرزا د وېنا په مهال منور تالپور او د پيپلز ګوند ښځينه غړې په احتجاجي توګه د سپيكر ډائس په وړاندې راغونډې شوې او احتجاج ئې وكړو٬ په دې ډاكټر فهمیدہ مرزا ووئيل كه زه چا ??بر?? ته پرې نه ښودم نو څوك به هم ??بر?? ته پرې نه ږدم٬ ما ډېره په تميز خبره كړې ٬ دې ووئېل په ما چې د 28 كروړه روپو د قرض معاف كولو كوم تور لګولې شوې ھغه ناسمه دے ٬ ما هېڅ قرض نه دې اخستې او نه مې معاف كړې٬ ما لكه د دوي سندھ او سمټ ب??نك نه دې لوټ كړې٬ زه دوي چېلنج كوم چې خپل تورونه ثابت كړي